کابینې ټولګټو وزارت ته دنده سپارلې چې له کابل څخه تر غزني پورې د دویم سړک جوړولو په موخه له شرکتونو سره د قرارداد په اړه ناسته وکړي.
اقتصادي کمېسیون د حقالعبور په بدل کې د کابل – جلالاباد د دویم سړک جوړولو پروژه، د کابل په ختیځ کې د برېښنايي دروازو د کمپلېکس جوړولو طرحه او د مازادو غنمو او مرکزي سیلو شرکت له لورې د خوراکي غنمو د پېرلو تګلاره تایید کړه.
د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې ویلي چې د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې ډېرولو په موخه یې د کابل – جلالاباد دویم سړک جوړولو پروژه په لومړیتوب کې ده.