Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ په بارکنډۍ سیمه کې د جنازې مراسمو پر مهال پر خلکو دېوال چپه شوی چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ۲۴ کسان ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د دېوال او په زابل کې د چت پرېوتو پېښو کې دوو ماشومانو ژوند بایللي دي.
د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد سفیر حسن کاظمي قمي وايي چې دوی له افغانستان سره په ګډه پوله د دېوال پر جوړولو باندې غور کوي.
سیمهییز مسوولین وایي، د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د چاپان هېواد په مالي ملاتړ د ۱۵۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه استنادي دېوال جوړېدو چارې پیل شوې.
د ننګرهار په سپينغر ولسوالۍ کې د اوبو رسولو شبکې يوې ذخیرې دېوال چپه کېدو له امله يو درې کلن ماشوم مړ شوی او مور يې ټپي شوې ده.
د کندهار مسوولین وايي، د دغه ولایت د مرکز نهمې حوزې اړوند لویه ویاله سیمه کې وړمه شپه د دېوال چپه کېدو له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د اقتصاد ریاست او د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ او د سيایچاې موسسې په مالي ملاتړ د یوه کانال پاکولو او استنادي دېوال جوړولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د یوې مدرسې دېوال چپه شوی چې له امله یې یو زدهکوونکی مړ شوی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP