د اروزګان خلک: له درېیو لسیزو راهیسې د اروزګان – کندهار لویې لارې جوړېدو ته انتظار باسو
د اروزګان اوسېدونکي وايي، درې لسیزې کېږي چې د اروزګان – کندهار ترمنځ د لویې لارې جوړولو ته انتظار باسي او زیاتوي چې د مخکنیو حکومتونو په ګډون یې تراوسه چا غږ نه دی اورېدلی.


