ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
تېره اونۍ د م.م او اروپایي ټولنې استازو له افغان چارواکو سره د دوحې راتلونکې ناستې په اړه خبرې وکړې؛ نیکولسن دغه ناسته د افغانستان او نړۍ ترمنځ د يوه مثبت پړاو پيلامه وبلله او لسو سازمانونو له م.م وغوښتل چې په یاده غونډه کې د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړي.
تېره اونۍ بېلابېلو سرچینو له پاکستانه د افغان کډوالو په زور ايستل وغندل، افغان پلاوي له ایران سره لسګونه هوکړې وکړې او م.م پر افغان نجونو له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو بندیز اندېښمنوونکی وباله.
ملګرو ملتونو او نړۍوالو بنسټونو ویلي، په زوره د افغان کډوالو اېستل بشري ناورین جوړوي، ا.ا دغه پاکستان ته ويلي چې په زوره د افغان کډوالو اېستل ودروي، خپل راتلونکې ته دې فکر وکړي، جاپان او ترکيې بيا د افغانستان او نړۍوالو ترمنځ د تعامل پر زیاتېدو ټینګار کړی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن