Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د قطر د سرې میاشتې ټولنې ویلي چې د افغانستان په محرومو سیمو کې ۱۰ روغتیایي مرکزونه جوړوي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر وایي چې دمګړۍ په هېواد کې د لسو ناروغیو وقایې لپاره ۱۳ ډوله واکسین موجود دي چې د ۳۰۴۹ روغتیایي مرکزونو له لارې میندو او له یو کال کمعمره ماشومانو ته په وړیا ډول تطبیقیږي.
د غور د عامې روغتیا رییس وایي چې د روان کال په ترڅ کې د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې ۴۰ روغتیایي مرکزونه جوړ شوي دي.
په کونړ ولایت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق له لوري د څه باندې ۱۳ میلیون افغانیو په ارزښت له ۶۲ روغتیایي مرکزونو سره د درملو، طبي او غیرطبي توکو مرسته وشوه.
د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې ۱۵ روغتیایي مرکزونو ته د ودانیو جوړېدو چارې پيل شوې
د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د دغه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې پنځو نویو جوړو شوو روغتیایي مرکزونو ته د ۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت روغتیایي وسایل او ځينو نورو توکي ورکړل شول.
د بلخ عامې روغتیا ریاست وایي چې تېر یو کال کې په دغه ولایت کې د درې میلیون ډالرو په لګښت ۴۰ روغتیایي مرکزونه جوړ شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن