د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي چې په روان میلادي کال کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۴.۳ میلیون کسان روغتیایي پاملرنې ته اړتیا لري او دوی به وکولی شي یوازې ۹.۳ میلیون کسانو ته روغتیایي مرستې برابرې کړای شي.