Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د روغتيا نړيوال سازمان د راپور له مخې، په افغانستان کې د وروستۍ زلزلو له امله ۱۰۳۶ کسان مړه او ۲۹۴۹ نور ټپیان شوي او دغه راز ۴۵۰۰ کورونه هم په بشپړ ډول نړېدلي او یا زیانمن شوي دي.
د پکتیکا چارواکي وايي، زلزلې د دغه ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې شاوخوا ۲۵۰۰ کسانو ته مرګژوبله اړولې او دغه راز یې ۳ زره کورونه ویجاړ کړي دي.
افغانستان کې د تېرې شپې زلزلې له امله يوازې د پکتیکا ګيان او برمل ولسوالیو کې څه دپاسه ۱۰۰۰ کسانو ژوند بایللی او ۱۵۰۰ زيات ټپیان شوي دي.
بدخشان کې يوه سيمه ييزه سرچينه وایي چې د دغه ولايت د يفتل پایان ولسوالۍ د سمنجاب سیمې په روینګ کلي کې پرون د زلزلې له امله دوه کان کِندونکي مړه شوي دي.
حکومت په بادغیس ولایت کې د پرونۍ زلزلې له امله په ټولیزه توګه د څه باندې زرو کورونو له لږ او بشپړ ویجاړېدو خبر ورکړی او مسوولینو ته یې لارښوونه کړې چې تر خاورو لاندې شوو کسانو ژوند وژغوري او زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.
په بادغیس ولایت کې د پرونۍ زلزلې له امله ۲۲ کسا مړه او څلور نور ټپیان شوي؛ دغې زلزلې پر مالي زیانونو سربېره په غور ولایت کې منار جام ته هم زیان رسولی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP