د طب پوهان په ټولنیزو رسنیو کې د کوویډ-۱۹ ناروغانو په درملنه کې د زنجبیل د موثریت په اړه خپاره شوي خبرونه غېر علمي بولي او وايي، که څه هم زنجبیل د بدن مقاومت زیاتولو لپاره ګټور بوټی دی، خو د کرونايي ناروغانو لپاره یې اغېز تر اوسه ثابت شوی نه دی.