Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ټولګټو وزارت ـ له دې امله چې د سالنګونو د اصلي لارې د بیارغونې چارې روانې دي – په شمالي او جنوبي سالنګونو کې بدیلې فرعي لارې پرانیستلې او پر دغو لارو د تګ راتګ مهالوېش یې اعلان کړ.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوولين وايي، د سالنګ لويهلار د سختو واورو او توپان له امله له دواړو خواوو د ټریلري موټرو پر مخ تړل شوې ده.
تېره شپه په شمالي سالنګ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله درېیو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان شوي دي.
موټرچلوونکي او مسافر د سالنګونو د لویې لارې له خرابوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د بیارغولو په برخه کې یې اقدام وکړي؛ ځکه اوس پر دغه لار تلل د پخوا په پرتله څو ساعته ډېر وخت نیسي.
د سالنګ لار د ډېرې واورې له امله په وقفه یې ډول د ترافیکو پر مخ خلاصېږي خو مسوولین له خلکو غواړي چې د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره دې د شپې له مخې پر دې لار تګ راتګ نه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP