Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سالنګ لویه‌لار د ټریلري موټرو پر مخ وتړل شوه

چاریکار (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۱): د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوولين وايي، د سالنګ لويه‌لار د سختو واورو او توپان له امله له دواړو خواوو د ټریلري موټرو پر مخ تړل شوې ده.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې رییس ابو محمد حافظ محمد یعقوب وايي، دغه لویه‌لاره له شمال څخه د سويل پر لور له ټریلري موټرو پرته د باروړونکو موټرو پر مخ خلاصه ده.

د هغه په وینا، یاده لاره له دواړو غاړو د مسافروړونکو موټرو پر مخ خلاصه ده او موټرچلوونکي د زنځیر (چاینونو) په وسیله تګ راتګ کولی شي.

نوموړي وویل چې د یادي لویه‌لارې شاوخوا ۳۵ کیلومټره برخه پر یخک پوښل شوې ده.

هغه زياته کړه، په شمال کې له تېرې شپې راهيسې له بادونو سره مله د واورې اورښت پيل شوى او اوس توپان کم شوى، خو د سالنګونو دواړو خواوو ته د واورې اورښت دوام دى.

د هغه په وینا، د واړندوینو له مخې دغه وضعیت به د ورځې په اوږدو کې دوام لري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.