د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني د سالنګ تونل دبیارغونې له چارو څخه د لیدنې پر مهال ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به یې چارې بشپړې او د ترافیکو پر وړاندې پرانیستل شي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، روغتيايي ډلو په سالنګ کې د اورلګېدنې له پېښې تر اوسه ۳۷ ټپيان روغتيايي مرکزونو ته لېږدولي او ۳۱ «شهيدان» د پېښې له سيمې ايستل شوي، خو دغه شمېرې وروستۍ نه دي.