ژبه

د بغلان والي: د سالنګ تونل بیارغولو چارې تر  ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي

[restrict paid="true"]

پلخمری (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۲): د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني د سالنګ تونل بیارغولو له چارو د لیدنې پر مهال ډاډ  ورکړی چې چارې به یې ډېر ژر بشپړې او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.

هغه د لړم په ۳مه له یوه پلاوي سره د سالنګ  تونل بیارغونې له کارونو د لیدنې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل چې د  تونل دننه د کانکرېټ اچولو او شمال لور ته د سړک قیرولو  ۸۰ سلنه کار ترسره شوی او ډېر ژر به دغه لاره د خلکو او ترافیکو  پر مخ پرانیستل شي.

مولوي حقاني وايي، د سالنګ تونل بیارغونې چارې د افغان شرکتونو له خوا د قرارداد او پلان مطابق روانې دي او هيڅ ډول  کمی او درغلي په کې نه لیدل کېږي.

د نوموړي په وینا، په دې پروژه کې بهرنیان نشته، پیسې او انجنیران یې ټول افغانان دي، خلک دې دغه ځل د سالنګ لویې لارې بیارغولو پروژې په اړه هيڅ اندېښنه نه لري، چارې یې د خلکو اړتیا او غوښتنو مطابق ترسره کېږي.

د قراردادي شرکت یوه مسوول انجنیر سید ابرار وايي، د سالنګ تونل دننه  مهم  او وخت نیونکي درانه کارونه ترسره شوي، اسانه او ساده کارونه یې پاتې دی چې د هغو ترسره کولو لپاره هم کار روان دی.

هغه زیاته کړه چې  په نږدې څو ورځو کې به یې چارې بشپړې  او لار به د مسافرو پر مخ پرانیستل شي.

د سالنګ لویه لاره چې نهه شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي، د وږي له  ۱۸مې په تونل کې د کانکرېټ اچولو له امله د هر ډول تګ راتګ پر مخ  تړل شوې  او مسافر د شیبر او خاواک له لارو تګ راتګ کوي.

[/restrict]

ورته موضوع