ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي چې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله هم پلازمېنه کابل کې ۶ کورنیو روغتونونو ته د درملنې په موخه ور وپېژندله.
د افغاني سره میاشتې ټولنه په راتلونکي ژمي کې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله له زیانمنو شوو سره د لازمو مرستو له چمتوالي خبر ورکوي او وايي، د هرات زلزلهځپلو او له پاکستانه په زور ایستل شوو هېوادوالو ته یې هم لازمې مرستې وېشلې دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، دوه ورځې وروسته ۷۴ هغه ناروغ ماشومان چې هډوکي یې مات او د بدن غړي يې سوځېدلي دي، د درملنې په موخه جرمني ته استوي.
د قطر سره میاشت له افغانستان سره د ۷۸ زره ډالرو په ارزښت د ژمنیو توکو مرسته کوي، دغه راز د هرات له زلزلهځپلو سره او د سوري زړه ماشومانو درملنه کې یې هم د مرستې ژمنه کړې ده.
بلخ کې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، په تېر یو کال کې یې په دغه ولایت کې نږدې ۹۰ زره ناروغانو ته وړیا روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي دي.
کابل کې د جاپان سفیر د سره میاشتې ټولنې له رییس سره په لیدنه کې له دغه بنسټ سره پر خپلې دایمي همکارۍ وکړ او ویې ویل چې د هېواد نغدي مرسته یې د دې ادارې له لارې اړمنو ته په شفاف ډول رسېدلي دي.
د افغاني سره میاشتې ټولنه وايي، ۴۲ د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ماشومان يې نن کابل کې د درملنې په موخه څلورو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، ٢٨ په زړه سوري ماشومان يې په پلازمېنه کابل کې د درملنې او عملیات په موخه یوه داخلي روغتون ته ورپېژندلي دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا په هېواد کې ۲۴ زره بې سرپرسته کونډو ته د ۲۰۴ میلیون افغانیو مرستې د وېش لړۍ روانه ده.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۴۰ ماشومان یې په کابل کې د درملنې په موخه دوو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې یو مسوول وايي، دوی په هېواد کې د حکومت او ملت ترمنځ د واټن کمولو او همغږۍ په موخه د مجامع په نوم شوراګانې جوړوي.
په ننګرهار ولایت کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې د ختیځ زون اړوند د رواني ناروغانو درملنې او ساتنې مرکز پرانيستل شو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن