د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وايي چې تېره ورځ له پاکستانه د سپینبولدک له لارې تر درېیو زرو ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
کندهار (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۴): د کندهار په سپینبولدک ولسوالۍ کې د پاکستان له خوا په ډزو کې تر شلو ملکي وګړو ژوند له لاسه
د کندهار سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت د سپینبولدک ولسوالۍ په کونچي سیمه کې د ژورو څاهګانو یو کېندونکی په خپلې کیندل شوې څاه کې لوېدلی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د مالیې وزارت وايي، د نیمروز او سپینبولدک ګمرکونو کې د ۱۹،۲ میلیون افغانیو په لګښت د ارشیفونو جوړولو چارې پیل شوې.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په تېره یوه میاشت کې له پاکستانه د سپینبولدک له لارې څه باندې ۷۰۰۰ کډوال راستانه شوي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وايي، د روانې میلادي میاشتې په وروستیو ۱۵ ورځو کې څه باندې ۷۳ زره افغان کډوال په زور له پاکستانه ایستل شوي او د کندهار د سپینبولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د کندهار سپينبولدک ولسوالۍ مسوولین وايي، له هغه وخته چې له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل پيل شوي، تر اوسه له دې لارې نږدې ۸۰ زره کډوال راستانه شوي دي.
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، تورخم او سپینبولدک ته یې په وسایلو سمبال ډلې استولې دي، څو هېواد ته راتلونکي افغان کډوال په منظم ډول ثبت کړي.