Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندهار په سپین‌بولدک کې یوه کس ژورې څاه ته د لوېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی

کندهار (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۴): د کندهار سیمه‌ییز مسوولین وايي، د دغه ولایت د سپین‌بولدک ولسوالۍ په کونچي سیمه کې د ژورو څاه‌ګانو یو کېندونکی په خپلې کیندل شوې څاه کې لوېدلی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د سپین‌بولدک ولسوالۍ د اطلاعاتو مسوول مولوي علي‌محمد حقمل وايي چې دا پېښه تېره ورځ پنجشنبه د کونچي سیمې په «خټ» کې رامنځته شوې او د شراف‌الدین په نوم یوه کس خپل ژوند پکې له لاسه ورکړی دی.

هغه زیاتوي چې د پېښې اصلي لامل په دغه ژوره څاه کې د بوکۍ بندېدل وو.

نوموړي وویل، شراف‌الدین د یادې ژورې څاه ترڅنګ چې بوکۍ پکې بنده شوې وه، یو بل څاه کېندلی و څو بوکۍ راوباسي خو دویمه څاه نړېدلې او نوموړی لومړنۍ څاه ته لوېدلی و.

هغه زیاته کړه، د ژغورنې له ۳۵ ساعتونو هڅو وروسته شراف‌الدین تېره شپه شاوخوا ۱:۳۰ بجه له برمې راوایستل شو خو ژوندی یې له لاسه ورکړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.