Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د قومونو، سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو مرستيال وايي چې تېر کال د هېواد په کچه د خلکو او قومونو ترمنځ څه باندې ۴۰۰ شخړې هوارې شوې دي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د تېر یوه کال په اوږدو کې یې د هېواد په کچه د قومونو او قبیلو ترمنځ څه باندې ۳۰۰ لویې او څه باندې ۵۰۰ وړې شخړې او دښمنۍ حل و فصل کړې دي.
د المان په ووپرتال ښار کې د افغانانو د واده مراسمو پر مهال اخ و ډب کې څلور مېلمانه او پنځه پولیس او د فرانسې په پاریس ښار کې د افغانانو خپلمنځي شخړه کې لږ تر لږه درې کسان ټپیان شوي دي.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د ا.ا له بیا واکمنېدو راوروسته د دغه وزارت له لوري د علماوو او مشرانو په مرسته ۱۲۷۱ هغه شخړې حل شوې چې له امله یې ۱۰۱۴ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبائیلو چارو د همغږۍ معین مولوي عبدالخالق عابد وایي، چې په روان لمریز کال کې د هېواد په کچه د قومونو او خلکو ترمنځ د خپلمنځي غټې او وړې ۲۱۳ شخړې حل شوې دي.
د بادغیس امنیه قوماندانۍ وایي، د یاد ولایت په جوند ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
د نورستان ځایي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په کامدېش او نورګرام ولسوالیو کې په دوو جلا پېښو کې د ماشومانو په ګډون اووه کسان ټپیان شوي دي.
د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د دوو وروڼو ترمنځ د شخړې پر مهال لاسي بم غورځولو له امله دواړه ټپیان شوي دي.
خوست کې د صبريو او بلخېلو په نوم د دوو قبيلو ترمنځ د غره او دښتې د ملکيت پر سر د څلوېښت کلنې لانجې او شخړې د حل او فصل په موخه اوربند وشو.
د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د اوبو پر سر شخړې له امله يو کس وژل شوى دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP