Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د فاریاب یو شمېر اوسېدونکي د ځينو ډاکټرانو له خوا د شفري نسخو لیکو او د ناروغیو د ناسم تشخیص له امله شکایت کوي، وایي چې ځیني ډاکټران د طبابت اصول او اخلاق تر پښو لاندې کوي او پر خلکو تجارت کوي.
په بلخ کې د ډاکټرانو له خوا د شفري نسخو لیکلو په تړاو د پژواک راپور له خپرېدو وروسته د دغه ولایت عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د شفري نسخو مخنیوي په موخه یې جدي اقدامات پيل کړي دي.
د بلخ یو شمېر اوسېدونکي او درمل پلورونکي وایي، په دغه ولایت کې ځیني شخصي روغتونونه او ډاکټران ناروغانو ته شفري نسخې لیکي او په دغه کار یې خپل تجارت روان کړی دی.
د هلمند عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، په تېره یوه میاشت کې يې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د هغو ډاکټرانو ۴۰ کتنځایونه تړلي چې ناروغانو ته يې شفري نسخې ورکولې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن