د نیمروز د شهیدانو او معلولینو ریاست: د شهیدانو وارثینو او معلولینو د معاش ستونزه به ژر حل شي
په نيمروز ولايت کې د شهيدانو یو شمېر وارثین او معلولين له سختو اقتصادي ستونزو شکایت کوي او غواړي چې ملاتړ یې وشي، خو د دغه ولايت مسوولین وايي چې د هغوی دې ستونزې ته به ډېر ژر رسېدنه وشي.


