د عدلیې وزارت وایي، کابل ښار کې یې د ۳۴ ټولنو، خيریه بنسټونو او شوراګانو د دفترونو ارزونه کړې چې په پایله کې یې د درېیو خيریه بنسټونو، یوې ټولنې او یوې شورا دفترونه د غیرقانوني فعالیت له امله تړلي دي.