د پنجشېر ولایت مقام د رسنیو دفتر اعلان کړی چې د پانګونې د جذب، اقتصادي ودې او د ګرځندوی صنعت پراختیا په موخه په دغه ولایت کې د صنعتي پارکونو جوړولو لپاره د ۵۰۰ جریب ځمکې پر تثبت او طرحې کار پیل شو.
د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې پر صنعتي پارکونو د برېښنا پرې کېدو خبر ورکوي خو د افغانستان برېښنا شرکت وايي، صنعتي پارکونه به ژر په دوو ګروپونو کې لس – لس ساعته برېښنا ورکړي.