Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وایي چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د صنعتي پارکونو قانون توشیح شوی او په نږدې راتلونکي کې به د صنعتي پارکونو د ځمکو د وېش لړۍ پیل شي.
د غزني د صنعت او سوداګرۍ رييس وايي چې په دغه ولایت کې د څلورو صنعتي پارکونو د ځمکو وېشلو او جوړېدو پر وړاندې عام خلک خنډونه جوړوي.
غزني کې سیمهییزو سوداګرو له حکومتي چارواکو سره په ګډه ناسته کې د صنعتي پارکونو جوړولو او سوداګرو او صنعتکارانو ته د ځمکو ورکولو غوښتنه وکړه.
برېښنا شرکت وروسته له هغه پرېکړه وکړه چې د کابل د صنعتي پارکونو برېښنا دې ۱۲ساعته شي چې پژواک په دغو پارکونو کې د برېښنا د ۴۷ سلنې کمېدو او له امله یې د راولاړو شویو ستونزو په اړه راپور خپور کړ.
له تېرو دوو میاشتو راهیسې د کابل ښار صنعتي پارکونو برېښنا ۴۷ سلنه کمه شوې او صنعتکاران وایي، دغې چارې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د کابل ښار څرخي پله ته نږدې د صنعتي پارکونو شاوخوا سیمې اوسېدونکي شکایت کوي چې ځینې فابریکې فلترونه نه کاروي او د سخت لوګي له امله یې له ستونزو سره مخ دي؛ خو د فابریکو مالکان او کابل ښاروالي بیا دغه ادعا ردوي.
. . .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP