د ننګرهار کډوالو چارو رياست وايي، که څه هم اوسمهال له پاکستانه د کډوالو راتګ کم شوی خو په عمري لنډمهالي پنډغالي کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره ټول امکانات برابر شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې د وروستي توپان له امله د تورخم اړوند عمري لنډمهالي کمپ ډېر زیان لیدلی چې د بیا اساسي جوړولو لپاره یې هڅه کېږي.