غالۍ اوبدونکې: حکومت دې زموږ ملاتړ وکړي
غالۍ اوبدونکې ښځې- چې په دودیز ډول یې دغه کار زده کړی او د سواد له نعمته بې برخې دي؛ خو په خپلو هنري ګوتو داسې غالۍ اوبي چې تولید یې په نړۍ کې لومړی ځای خپل کړی، له حکومته غواړي چې په دې برخه کې یې ملاتړ وکړي او ویې روزي.



