د کندهار ښاروالۍ وایي، د ښاري نظم په موخه یې په دغه ښار کې د ۹۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت د مېوو او ترکاري پلورونکو لپاره ۲۸۰ غرفې اېښې دي.
د جلال اباد ښاروالۍ مسوولين وايي، د ګډوډۍ او بېنظمۍ د مخنيوي لپاره ۲۵۰۰ لاس پلورونکو ته غرفې ورکړل شوې دي چې ورسره به د دغې ادارې عوايد هم لوړ شي.