يو شمېر افغان سوداګر او د بار وړونکو موټرو چلوونکي وايي، پاکستان پر غلامخان بندر ډېر محدود شمېر بار وړونکو موټرو ته اجازه ورکوي چې له امله یې دوی له ستونزو سره مخ دي.
موټرچلوونکي او ځايي مسوولين وايي، د خوست غلامخان بندر له تېرو څلورو ورځو راهیسې د باروړونکو موټرو او خلکو پر مخ تړل شوی دی.
د خوست غلام خان لار چې له کوزې پښتونخوا او پاکستان سره دویمه نږدې ترانزيټي لار بلل کېږي، په دې وروستيو کې پرې سوداګري پنځوس سلنه کمه شوې ده.