د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست وایي، په هېواد کې ازادې سیالۍ (فريفایټ) ځکه بندې شوې چې دغه لوبې له تاوتریخوالي ډکې دي او د لوبغاړو د مرګ ګواښ پکې دی.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش ادارې مسوولین وایي چې د دغه ولایت په کوربهتوب د کابل، پکتیا، خوست او میدانوردګ ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د فريفایټ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.