Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، له ۱۷ کلونو د کمعمره فوټبال لوبډلو د اسیا جام سیالیو لپاره پچهاچونه ترسره شوه چې افغان لوبډله به له یمن، سويلي کوریا او اندونیزیا سره په یوه ګروپ کې ولوبیږي.
فوټبال فدراسیون د سرپل ولایت اړوند پر «خدیم افسي» لوبډلې چې د افغانستان د اتلانو لیګ څلورم پړاو سیالۍ یې په نیمه کې پرېښودې او له سیالیو څخه په شا شوه، شپږ کاله بندیز لګولی دی.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو کې د ایران، متحده عربي اماراتو او اندونیزیا له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون له مالي ستونزو شکایت کوي خو وايي، په ښه مدیریت سره وتوانېدل چې روان ميلادي کې د فوټبال او فوټسال برخه کې لویې لاستهراوړنې ولري.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د فوټبال ملي لوبډله به د ۲۰۲۷ کال اسیا جام سیالیو ته د لارموندنې په مقدماتي سیالیو کې له پاکستان، میانمار او سوریي لوبډلو سره په یوه ګروپ کې ولوبیږي.
د راپورونو له مخې، د لوېدیځې افریقا په ګینه هېواد کې د فوټبال لوبې پر مهال د نندارچیانو ترمنځ شخړه کې شاوخوا ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د دوو دوستانه سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه له تاجکستان سره کوي.
اروزګان ولایت کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د افغانستان له ۱۷ کلونو کمعمره د فوټبال ملي لوبډلې د اسیا جام په مقدماتي سیالیو کې نن په خپله دویمه لوبه کې د ماکائو هېواد لوبډلې ته ماته ورکړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي چې د هېواد له ۱۷ کلونو کمعمره د فوټبال ملي لوبډله د اسیا جام په مقدماتي سیالیو کې نن خپله دویمه لوبه له ماکاو سره کوي.
د افغانستان له ۱۷ کلنو کمعمره فوټبال ملي لوبډلې د اسيا جام د مقدماتي سياليو په لړ کې فليپين ته ۸ پر صفر ماته ورکړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي چې د هېواد له ۱۷ کلونو کمعمره د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام په مقدماتي سیالیو کې سبا له فلیپین سره لوبه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP