Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، د نشهيي توکو قاچاق په تور یې څلور کسان نیولي دي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د وحشي ژوو د نړۍوالې ورځې په تړاو ویلي چې د ښکار مخنیوي په اړه یې د اسلامي امارت د مشرتابه حکم پلی کړی او د ۳۸۳ مرغانو او ۱۴ وحشي ژوو د قاچاق مخه یې نیولې ده.
د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې سرحدي ځواکونو د ۷۳ کيلوګرامه نشهيي توکو قاچاق په تړاو اووه کسان نيولي دي.
د ننګرهار ولايت تورخم ښارګوټي کې پاکستان ته د ۳۰ زره ډالرو د قاچاق مخه ونيول شوه.
په ننګرهار ولایت کې د سرحدي ځواکونو له لوري د ۵۹ کيلوګرامه نشهيي توکو قاچاق په تور ۱۱ کسان نيول شوي دي.
ننګرهار ولايت کې چارواکي وايي، د ګمرک مسوولينو تورخم کې د درملو، قيمتي او نيمهقيمتي ډبرو د قاچاق مخه نيولې ده.
د هلمند ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په بيبي تیري او جندوم سیمو کې یې په دوه بنز موټرو کې د بار شوې اوسپنې او مسو د قاچاق مخه نیولې ده.
ننګرهار کې ځايي چارواکي وايي چې تورخم ښارګوټي کې يې پاکستان ته د شپږ قلمه تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیولې ده.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې په بټيکوټ ولسوالۍ د ۷۵ کیلوګرامه چرسو د قاچاق مخه نیول شوې او په تړاو یې یو کس هم نیول شوی دی.
د بلخ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یو ازبکستانی وګړی له سلګونه بوتل شرابو سره نیول شوی دی.
د هلمند ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې پاکستان ته د سلګونه کیلوګرامه سرب او مسو د قاچاق مخنیوی شوی او ورسره په تړاو درې کسان هم نیول شوي دي.
ننګرهار ولايت کې مسوولین وايي، تورخم کې د ګمرک کارکوونکو پاکستان ته د یوه اندازه قيمتي او نيمهقيمتي ډبرو د قاچاق مخه نيولې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP