د غزې عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دوو ماشومانو په ګډون پنځه نور کسان هم د لوږې له امله مړه شوي دي.
د خوړو خوندیتوب برخې نړۍوال کارپوهان وایي، که اسرائیل د غزې کلابندي پای ته ونه رسوي او پوځي عملیات ونه دروي، هلته به خلک له سختې قحطۍ سره مخ شي.