د قرهقل خولیو صنعت، د افغاني کلتور یوه ښکاره بېلګه ده خو اوس یې استفاده تر پخوا کمه شوې، ډېرو کسانو دغه کاروبار پرېیښی او هغوی چې لا هم په دې برخه کې کار کوي، هیله لري چې ملاتړ یې وشي.
د بلخ د قرهقُل صادراتو د پراختیا انسټیټوټ مسوولین وایي چې د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې له دغه ولایته بهرنیو هېوادونو ته د قرهقل نږدې ۹۳ زره پوستکي صادر شوي دي.