کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۴): د قرهقل خولیو صنعت، د افغاني کلتور یوه ښکاره بېلګه ده خو اوس یې استفاده تر پخوا کمه شوې، ډېرو کسانو دغه کاروبار پرېیښی او هغوی چې لا هم په دې برخه کې کار کوي، هیله لري چې ملاتړ یې وشي.
د کابل ښار په زړه کې شاهدوشمشېرې جومات ته څېرمه د کابل سیند پر غاړه به پخوا د قرهقل پوستکي له ورا راځړېدلي ښکارېدل. په دې سیمه کې ګڼې داسې هټۍ فعالې وې چې له قرهقل به یې بېلابېلې خولۍ، واسکټونه او نورې جامې ګڼدلې چې د افغاني کلتور ځانګړې برخه وه. دا ځای د قرهقل په کاروبار مشهور و، د محمدظاهر شاه واکمنۍ پر مهال په کې د همدغه صنعت ځانګړې مېله جوړېده خو اوس بڼه بدله ښکاري، دلته د قرهقل ګنډنې هټیو شمېر دوو ته راکم شوی.
د قرهقل ګنډلو یوه له دغو هټيو د ۶۲ کلن احمد احمدي ده، هغه ته دا کسب له نیکونو په میراث پاتې دی خو اوس د خپل کاروبار په اړه اندېښمن دی، وایي، له پخوا راهیسې د فرهنګي یرغلونو له امله بازار بهرنیو توکو نیولی او په خبره یې چې د افغاني کلتور دغه صنعت ته ډېره پاملرنه نه کېږي.
هغه وویل: «قرهقل ډېر پخوانی پوښاک دی او ان پاچاهانو به له همدې استفاده کوله خو اوس دا صنعت د ورکېدو له ګواښ سره مخ دی، په ټول کابل کې دا دوه هټۍ پاتې او که موږ هم دا کار پرېږدو، دا صنعت به بیخي له منځه لاړ شي.»
په ښار کې به مې په خلکو پسې سترګې اړولې، تر ډېره پلی وګرځېدم څو که ګوندې یو داسې څوک پیدا کړم چې د قرهقل خولۍ یې پر سر وي. لږ څه ځنډ وروسته مې پر دغه کس سترګې ولګېدې خو هغه ونه غوښتل چې خبرې وکړي.
۶۴ کلن قدرتالله چې د کابل ښار د کلولهپشته سیمې اوسېدونکی دی، له ډېر وخت راهیسې د قرهقل خولۍ پر سر کوي. د قرهقل په اړه خبرو کولو پخواني دور ته فکر یووړ. وې ویل، د قرهقل خولۍ به پخوا د خوښیو په مراسمو کې کارول کېدې، چا به چې قرهقل نه درلود، واده به یې هم نه کاوه.
زیاته یې کړه: «قرهقل به پخوا هغو خلکو ډېر پر سر کاوه چې اقتصادي وضعیت به یې ښه و، غریبو خلکو نه شو پر سر کولی، د حکومت مامورینو او د وخت واکمنو به دغه خولۍ ډېره کاروله، اوس چې د غریبو خلکو وس رسېږي خو بیا یې هم څوک دومره نه کاروي او ورځ تر بلې دا صنعت د کمرنګۍ خوا ته روان دی.»
د قرهقل صنعت له پخوا، نه یوازې د کورني بازار برخه وه، بلکې نورو هېوادونو ته یې د صادراتو له امله خپل نړۍوال ارزښت هم پیدا کړی و خو اوس د بازار نشتون او د حکومت نه پاملرنې له امله دا صنعت د ورکېدو پر لور روان دی.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي، که حکومت په نندارتونونو کې دغه صنعت ته ځانګړی ځای ورکړي، مالي اسانتیاوې برابرې کړي او بهرنیو مارکېټونو ته لارې پیدا کړي، نو قرهقل به بیا د افغان اقتصاد او فرهنګ د ویاړ یوه تلپاتې نښه شي.
«په تېرو کلونو کې متأسفانه چې د حکومت د نه پاملرنې له امله دغه صنعت د له منځه تلو سره مخ شو، خو اوس په کار ده چې حکومت نړۍوال نندارتونونه د دغه صنعت د ودې لپاره برابر کړي او له مالي اړخه دې ملاتړ او تازه پانګونه وشي څو په پښو ودریږي، له دې سره به د مالدارۍ برخه پیاوړې شي او بله دا چې دغه صنعت به له سقوط هم وژغورل شي.»
که څه هم د قرهقل دغه دودیز صنعت د وروستي ځل ساه اخلي خو بیا هم د قرهقل ځیني ګنډونکي وايي، دوی هڅه کوي دا هنر ژوندی وساتي خو په خبره یې، دا په یوازې ځان د دوی له وسه پورته ده.
هڅه مو وکړه چې په هېواد کې د قرهقل صنعت وضعیت په اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو نظر هم واخلو، خو د راپور تر خپرېدو پورې مو ځواب ترلاسه نهکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP