یو داخلي شرکت د څه باندې ۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت د قشقري ۶۰ زره ټنه خام نفتو د پلور داوطلبۍ ګټونکی شو.
د سرپل والي محمدیعقوب عبدالرحمن اکه د دغه ولایت د قشقري له نفتي څاګانو د لیدنې پر مهال ویلي چې د دغو څاګانو استخراج په ورځ کې له ۶۵۰ څخه ۹۰۰ ټنو ته لوړ شوی دی.
د رییس الوزراء مرستیال او د کانونو وزارت سرپرست سرپل ولایت ته د قشقري په نوم د تېلو بلاک د پرانیستې لپاره تللي دي.