کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۳): یو داخلي شرکت د څه باندې ۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت د قشقري ۶۰ زره ټنه خام نفتو د پلور داوطلبۍ ګټونکی شو.
د یادې اندازې خامو نفتو د داوطلبۍ مراسم نن (سهشنبه) د ۱۸ داخلي شرکتونو په حضور د کانونو او پټرولیم وزارت کې ترسره شول او یما پټرولیم شرکت د داوطلبۍ ګټونکی اعلان شو.

په یادو مراسمو کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهابالدین دلاور وویل چې نن د ۶۰ زره ټنه خامو تېلو داوطلبي ده چې ګتونکي شرکت ته ورکول کېږي.
هغه وویل چې د اسلامي امارت په بیاواکمنېدو سره دا لومړی ځل دی چې افغانستان تېل استخراج او تولیدوي.
نوموړي څرګنده کړه چې داوطلبي په رڼه توګه ترسره کېږي.
د هغه په خبره، داخلي شرکتونه باید د تېلو تصفیې معیاري فابریکې جوړې کړي او وزارت له بهرنیانو سره خبرې کوي څو په افغانستان کې د تېلو تصفیهخونې جوړې کړي؛ ځکه دغه کار ډېرې پانګونې ته اړتیا لري.
د دلاور په وینا، دمګړۍ په افغانستان کې د تېلو پروسس هم کېږي، خو په اساسي ډول نه کېږي، ډېر ضایعات لري او ضایعات هم په شرکتونو پلورل کېږي؛ ځکه د استفادې وړ وي.
په همدې حال کې، د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وویل چې دمګړۍ داخلي شرکتونه له ۶۰ تر ۷۰ سلنه تېل پروسس کولای شي او هڅې روانې دي څو داسې تصفیهخونې جوړې شي چې له ضایعاتو پرته ۱۰۰ سلنه تېل پروسس او تصفیه کړي.
نوموړي وویل چې د داخلي شرکتونو له خوا تصفیه شوي تېل له معیارونو سره برابره او په افغانستان کې د استفادې وړ دي.
هغه زیاته کړه چې د دغه قرارداد ارزښت له ۳۰ میلیون ډالرو پورته دی.
بلخوا، د یما پټرولیم شرکت ویاند سید غفوراحمد جاوېد هم وویل چې د داوطلبۍ پروسه شفافه وه.
د هغه په خبره، په افغانستان کې ټول استخراج شوي تېل د افغان انجنیرانو او کارمندانو په حضور کې تصفیه کېږي چې دا چاره هم کاري فرصتونه برابروي او هم د هېواد په اقتصاد کې مهم رول لري.