د لغمان د ترافيکو مدیريت وايي، په دغه ولايت کې به زرګونو هندي رېکشاوو ته جواز سیر او نمبر پليټونه ورکړل شي.
د لغمان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې نن د دغه ولایت له ولایتي روغتون سره د ۲۳۶ قلمه طبي وسایلو مرسته وشوه.
د لغمان د پوهنې ریاست وايي، د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې ۳۹ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې درس وايي.
د لغمان سیمهيیز مسوولين وایي، د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې یو فرعي روغتیایي مرکز جوړ او پرانیستل شو.
د لغمان سیمهيیز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې له نږدې اته زره کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وېش پيل شو.
د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې له ۵۵۰ بېوزلو کورنيو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه.
د لغمان مرستیال والي وايي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د بابا صاحب دښته کې يې د کډوالو د يوه ښارګوټي سل جریبه ځمکه له غاصبینو خلاصه کړې ده.
د لغمان د کلیو پراختيا ریاست وايي چې په دغه ولایت کې يې له ۱۱۵۰ بې وزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د لغمان د عامې روغتیا رییس وایي، په دغه ولایت کې يې ۲۳ ګرځنده روغتيايي ټيمونه جوړ کړي دي.
د لغمان د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د لبنياتو پروسس د تېر کال په پرتله ډېر کم شوی دی.
. . .
د لغمان مسوولین وايي، د دغه ولایت په الينګار ولسوالۍ کې پر دوه زره څاروي لرونکو ۴۰۰ټنه د څارویو لپاره یې خوراکي توکي ووېشل شول.