Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل ښار کې نن د تېرو ۷ ورځو په پرتله د لومړنیو توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.
نن کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د قزاقي اوړو، پټرول او ډیزل تېلو او عربي سرو زرو بیې لوړې شوې دي خو د هندي بورې او روسي سرو زرو بیې ټیټې شوې دي.
افغانستان کې د تېر کال مرغومي میاشتې په پرتله د لومړنیو خوراکي او سونتوکو بیې په داسې حال کې په منځنۍ کچه ۱۳ سلنه رالوېدلې چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ بیه ۲۱ سلنه لوړه شوې او په نړۍوال مارکېټ کې هم د یادو توکو بیې په منځنۍ کچه ۱۴ سلنه رالوېدلې دي.
نن کابل ښار کې د تېرو اووه ورځو په نسبت د لومړنیو او نفتي توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی خو د روسي سرو زرو بیه لوړه شوې ده.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د لومړنیو توکو بیې کنټرول کړي او له هغو هټۍوالو او سوداګرو سره قانوني چلند وکړي چې توکي په لوړه بیه پلوري.
د پروان ولایت په مرکز چاریکار کې، ځیني لاسي پلورونکي د خپل عاید له کمښت او د لومړنیو خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت لري او له حکومت او خېریه موسسو څخه د مرستو غوښتنه کوي.
د بلخ د مرکز مزارشریف ښار یو شمېر اوسېدونکي د لومړنیو او نفتي توکو د بیې له لوړېدو شکایت کوي.
د کابل ښاروالي د دې ترڅنګ چې د اړینو لومړنیو توکو د پلور لپاره د ځانګړې نرخنامې تدوین او وېش ضروري بولي، له سوداګرو او هټۍ والو یې غوښتي چې توکي دې په لوړه بیه نه پلوري.
نن د تېرې شنبې په پرتله د امریکایي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت نږدې ۱۴ سلنه لوړ شوی، خو په منځنۍ کچه د لومړنیو توکو بیې څه باندې شپږ سلنه او د سرو زرو بیې تر اته سلنه ټیټې شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP