Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو دوه شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت په ازره ولسوالي کې د لومړي ځل لپاره د «کلتوري خوځښت» په نوم مشاعره جوړه شوه.
د لوګر د قومونو او قبایلو چارو ریاست وايي، په تېرو درېیو کلونو کې د دغه ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ۲۶ لویې او وړې شخړې هوارې شوې دي.
د لوګر په مرکز پُلعلم کې د اوبو رسولو یوې شبکې چارې بشپړې او د پروان په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ورته یوې بلې شبکې جوړولو چارې پیل شوې.
د لوګر بدني روزنې او ورزش امریت وایي چې د دغه ولایت د پنځو ولسوالیو په کچه د کانګفو ورزشي سیالۍ د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.
د لوګر ولایت په برهکيبرک ولسوالۍ کې د اووه میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
حکومتي مسوولین وايي چې بلخ او لوګر ولایتونو کې یې ۱۳۰ ټنه تاریختېر او بېکیفیته خوراکي توکي او درمل سوځولي دي.
د لوګر د پوهنې ریاست وايي چې د دغه ولایت په مرکز او څرخ ولسوالۍ کې د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت اته رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله په دغه ولایت کې شاوخوا ۳۵۰ جریب فصلونه ویجاړ شوي دي.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې په دوو جلا پېښو کې د یوه قومي مشر په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د نږدې شپږ میلیون افغانیو په لګښت د پوهنې اړوند درې رغنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لوګر ولایت سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۵ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن