د عامې روغتیا وزارت وړاندې شوو شمېرو له مخې، د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې په نسبت د لېوني سپيانو داړلو پېښې څه باندې ۱۴ سلنه ډېرې شوې، خو دغه وزارت د دې ناروغۍ اړتیا وړ ۷۰ سلنه واکسین په واک کې نه لري.
د خوست عامې روغتيا رياست وايي، له تېرو دوو کلونو راهيسې د ليوني سپي هيڅ واکسين نه لري، په داسې حال کې چې دوی سره په اوسط ډول هره مياشت د ليونيو سپيو د داړلو ۳۰۰ پېښې ثبتيږي.