Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د میدانوردګو امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د بهسودو لومړۍ حصه ولسوالۍ کې یوه ماشوم د سړې هوا له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
کورنیو چارو وزارت وايي، بلخ کې تښتول شوی ماشوم وژغورل شو او له پولیسو سره نښته کې له تښتوونکو یو تن وژل شوی او پنځه نور مشکوک کسان نیول شوي دي.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د څرخ ولسوالۍ له روغتونه یو نوی زېږېدلی ماشوم غلا شوی و چې بېرته وموندل شو.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې يوه ماشوم زدهکوونکي داسې يوه اله جوړه کړې چې پر مټ يې سولري تختې په لمر پسې تاوېږي.
د بادغیس امنیه قومانداني وايي، یوه ماشوم د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې اوبو کې ډوبېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار کې یو څلور کلن ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورل شوی دی.
سمنګان کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د صوفي کلا لویې لارې مربوطاتو کې یو ماشوم له تښتوونکو ژغورل شوی دی.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په واغظ ولسوالۍ کې یوې نجلۍ یو څلور کلن ماشوم وژلی دی.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې د یو لړ دقیقو عملیاتو په ترڅ کې یو ماشوم له تښتوونک وژغورل شو او دوه تښتوونکي و وژل شول.
د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې یو ۶۸ کلن سړی چې د کارېز اوبو ته د لوېدلي یوه ماشوم ژغورلو هڅه یې کوله، د کارېز نړېدو له امله مړ شوی خو ماشوم ژغورل شوی دی.
د ننګرهار له مرکز جلالاباد ښاره د الیاس مومند په نوم تښتول شوی ماشوم وژل شوی خو حکومتي مسوولين وايي چې امنيتي او کشفي ارګانونه د هغه د قاتلینو په لټه کې دي.
تېره شپه د اروزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې یو ماشوم څاه ته لوېدلی و خو له څاه تر را ایستلو وروسته یې روغتون ته پر لاره ساه ورکړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP