په هرات کې د مليبسونو فعالیت په کمېدو سره، د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، په اوسنیو شرایطو کې د خلکو کمزوري اقتصادي وضعیت ته په کتو اړتیا ده چې په ښار او ولسوالیو کې د دغو وسایطو فعالیت ډېر شي.
د کندهار ملي بس تصدۍ په یوه تازه ګام کې پنځه له کاره لوېدلي مليبسونه ترمیم کړي او نن (د چنګاښ ۱۱مه) یې بېرته په ښار کې په فعالیت پیل وکړ.