ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د ښاري ملي‌بسونو د فعالیت کمېدو خلک اندېښمن کړي

هرات کې د ښاري ملي‌بسونو د فعالیت کمېدو خلک اندېښمن کړي

author avatar
16 Nov 2022 - 14:57
هرات کې د ښاري ملي‌بسونو د فعالیت کمېدو خلک اندېښمن کړي
author avatar
16 Nov 2022 - 14:57

هرات (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۱): په هرات کې د ملي‌بسونو فعالیت په کمېدو سره، د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، په اوسنیو شرایطو کې د خلکو کمزوري اقتصادي وضعیت ته په کتو اړتیا ده چې په ښار او ولسوالیو کې د دغو وسایطو فعالیت ډېر شي.

دوی وايي، اړتیا ده چې په ښار او ولسوالیو کې د ملي‌بسونو فعالیت پراخ شي څو عام خلک او ټیټ‌رتبه مامورین وکولای شي چې له دغو خدمتونو برخه‌من شي.

د هرات اوسېدونکی محمدناصر وايي، دا مهال څو محدود ملي‌بسونه د ښار په ځینو سیمو کې فعالیت کوي.

د هغه په خبره، کله چې د ملي‌بسونو فعالیت ښه و، نو دوی به اوږدې لارې په کم لګښت (له پنځه تر لس) افغانیو وهلې؛ خو اوس د دغې تصدۍ د فعالیت په محدودېدو سره اړ دي چې خپل هدف ته د رسېدو لپاره هره ورځ ښاري ټکسيانو ته تر ۸۰ افغانۍ کرایه ورکړي.

د نوموړي په وینا، دغه کرایه هره ورځ په داسې حال کې ورکوي چې ورځنی عاید یې له ۲۵۰ افغانیو ډېر نه دی.

د هرات بل اوسېدونکي علي‌احمد هم وویل چې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې ملي‌بسونه فعال دي او خلک له یو ځایه بل ته د ملي‌بس له لارې تګ راتګ کوي.

هغه په دې باور دی چې ملي‌بسونه د خلکو لپاره اسانتیاوې رامنځته کوي.

د هرات دغه اوسېدونکی ادعا کوي چې د دغه ولایت په ګوټ‌ګوټ کې د ملي‌بسونو د فعالیت کموالي له امله خلک له یوه ځایه بل ته د تګ پر مهال له ستونزو سره مخ دي.

هغه څرګنده کړه چې په پلي ډول د لسګونه کیلومتره لارې وهل سخت دي او که څو مختلف مسیرونه په ټکسي موټر کې لاړ شي، نو ډېر لګښت پرې راځي.

بلخوا، د یاد ولایت د ملي‎بس تصدۍ آمریت مسوولینو له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، دغه اداره دا مهال ۵۷ ملي‌بسونه په واک کې لري؛ خو د مالي ستونزو او چلوونکو نه شتون له امله د دغه ولایت په ښار او ولسوالیو کې یوازې ۱۸ ملي‌بسونه خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

د دغې تصدۍ امر مولوي محمدجمعه خادم وویل، توانېدلي چې ۵۷ ملي‌بسونو بېرته ترمیم کړي؛ خو دا مهال په ښار کې ۱۲ او په ولسوالیو کې ۶ ملي‌بسونه فعالیت کوي.

هغه زیاته کړه، اداره یې هوډ لري چې په نږدې راتلونکي کې د هرات ښار په نورو مسیرونو او ولسوالیو کې څو نور ملي‌بسونه هم فعال کړي.

نوموړی د یادې ادارې پر وړاندې مالي ستونزې او د چلوونکو نشتوالی لویه ننګونه ګڼي او د سرپرست حکومت له چارواکو غواړي څو د هواري په برخه کې یې پاملرنه وکړي.

په هرات ښار کې د «ګل‌ها چوک» یو ترافیک پولیس سمیع‌الله له پژواک سره په خبرو کې وویل، په ښار کې د ملي‌بسونو شتوالی په چوکونو کې د ګڼې‌ګوڼې د مخنیوي لامل هم ګرځي.

هغه زیاته کړه: «ډېری بېوزله او د ښار مختلفو ځایو ته تلونکي کسان پر سړک ولاړ وي څو له ټکسي چلوونکو سره پر کرایه چنه ووهي؛ خو دغه کار د ګڼې‌ګوڼې لامل کېږي چې ښاري ترافیک هم له ستونزې سره مخ کوي.»

هغه تېرو تجروبو ته په اشارې سره زیاته کړه چې مخکې به ملي‌بسونو په کمه کرایه د خلکو د لېږد په برخه کې بنسټیز رول درلود چې د ښار په کچه به ګڼه‌کوڼه هم کمه وه.

نوموړی هم د یاد ولایت له تصدۍ غواړي چې د یادې ستونزې د هواري په برخه کې جدي اقدام وکړي څو په ښار کې ګڼه‌ګوڼه کمه شي.

د یادونې ده چې هرات ښار ته ډېری مسافر وړونکي ملي‌بسونه شاوخوا ۱۴ کاله مخکې راوړل شوي، د یادو ملي‌بسونو له کاره لوېدل او کموالی په دغه ولایت کې د ملي‌بس تصدۍ د امریت له لویو ستونزو څخه ګڼل کېږي.

د هرات د لېږد رالېږد شبکې د شمېرو له مخې، د خلکو د ښه تګ راتګ لپاره په دغه ښار کې ۱۰۰ ملي‌بسونو ته اړتیا ده.

Visits: 47

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.