د روسیې د ملي امنیت شورا عمومي منشي ویلي هېواد یې هڅه کوي چې افغانستان په شانګهای سازمان کې د ناظر غړي په توګه خپله څوکۍ بېرته ترلاسه کړي او دغهراز ډېر ژر به د افغانستان او روسیې ګډ سوداګریز فورم هم پرانیستل شي.
د روسیې د ملي امنیت شورا عمومي منشي د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه به په نږدې وخت د اسلامي امارت نوم د روسیې له تور نوملړه لرې کړي.
د روسیې د ملي امنیت شورا منشي په داسې حال کې تهران ته تللی چې د اسماعیل هنیه له ترور وروسته ترینګلتیا ډېره شوې او په منځني ختيځ کې د جګړې پراخېدو د مخنیوي لپاره د هڅو په دوام د اردن د بهرنیو چارو وزیر هم ایران ته سفر کړی دی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا طالبان د دوحې له تړون څخه په سرغړونې تورنوي او وايي چې دغې ډلې نه تاوتریخوالی کم کړی او نه یې له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې پرې کړې دي.