Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال، دوحه کې د افغانستان لپاره د بریتانیا، کاناډا، ایټالیا، فرانسې، جنوبي کوریا، استرالیا، جرمني او امریکا د سفارتونو له سرپرستانو او ډیپلوماټانو سره خبرې کړې، بلنه یې ورکړې چې کابل کې خپلې سیاسي استازولۍ بېرته فعالې کړې.
د افغانستان د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ پلاوی د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په جنازه کې د ګډون په موخه دوحې ته تللی.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي، ا.ا له سیاسي پلوه په نړۍواله او سیمهییزه کچه مناسب ځای لري او په وینا یې چې نږدې راتلونکي کې به له ځینو نورو هېوادونو سره هم د ا.ا رسمي سیاسي اړیکې پیل شي.
د اسلامي امارت د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته ولاړ.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال وايي، اسلامي امارت به هېڅکله هم له خپل ملت سره خیانت ونه کړي او هېڅوک حق نه لري چاته د تېرو کړنو له امله ګوته ونیسي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال د رسنیو له مسوولینو سره په ناسته کې ویلي چې حکومت د رسنيو او رسنيزو فعاليتونو ملاتړ کوي او د هغوی هڅې ستایي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي، ا.ا د لوړو زدهکړو بنسټونو ته د اړتیا وړ بودجه په واک کې ورکړې او د هېواد پوهنتونونه او تحصیلي ادارې به په اساسي ډول ورغول شي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال ا.ا د افغان قومونو ګډ ټغر یاد کړی او ویلي يې دي، د اسلامي نظام کورنی او بهرنی سیاست د اسلام تر سیوري لاندې پر ملي ګټو راڅرخي او د پلي کېدو لپاره یې د ولس نظر او سلا مشورو ته اړتیا لري.
د ریاستإالوزرا سیاسي مرستیال وایي، د ا.ا په اړه د نړۍوالو نظر بدلون موندلی؛ څرنګه چې دا مهال د سیمې هېوادونه له ا.ا سره مثبت او رغنده تعامل لري، دغه راز به په راتلونکې کې له لرو پرتو هېوادونو سره هم مثبتې اړیکې ولري.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره لیدنه کې ویلي، د ا.ا دروازې د ټولو افغانانو پر مخ خلاصي او مسوولین د خلکو په خدمت کې دي، هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره او هېواد کې به اقتصادي پرمختګ رامنځته شي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي، د اسلامي امارت پالیسي پر بیارغونې او افغانانو ته پر خدمت کولو څرخي او هڅه کوي چې له کورنیو عوایدو د خلکو ستونزې هوارې کړي.
په کابل کې د چین سفیر د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو ګډې همکارۍ او اړیکې کولای شي د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP