Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بلخ والي د یو شمېر ټرانسپورتي شرکتونو له مسوولینو سره په ناسته کې ویلي، له دې وروسته به امنیتي کسان د موټرو د تېز تګ مخنیوی کوي او هغه موټرچلوونکي چې تېز تګ کوي، محکمې ته معرفي کېږي.
د کابل – شمال لویې لارې مسافر او موټرچلوونکي شکایت کوي چې د بغلان د دوشي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سېلابونو له امله د سړک ډېرې برخې خرابې شوې چې دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د بغلان په مرکز پلخمري کې موټرچلوونکي شکایت کوي چې د ښار په څلورلارو او عمومي واټونو کې د ښاري خدمتونو په نوم ترې د نظم خلاف پیسې اخیستل کېږي خو مسوولین وايي، د دغه کار مخه نیسي.
د اروزګان – کندهار ترمنځ پر لویه لار یو شمېر تلونکي مسافر او موټرچلوونکي وایي چې د دې لارې د یوې برخې رغنیزې چارې دې ګړندۍ شي خو سیمهییز مسوولین ډاډ ورکوي چې ژر به دغه چارې بشپړې شي.
د امربالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، د کابل ښار بېلابېلو حوزو محتسبینو له موټرچلوونکو غوښتي چې د موسیقۍ له غږولو او د بېحجابه او بېمحرمه ښځو له پورته کولو ډډه وکړي.
د کابل – جلالاباد لويې لارې یو شمېر موټرچلوونکي وايي چې د ماهیپر په سیمه کې د غرښویېدنو مخنیوي لپاره دې اساسي کار وشي.
په بادغیس کې ځيني موټرچلوونکي د تېلو له خراب کیفیته شکایت لري او له حکومته غواړي چې د بې کیفیته تېلو وارداتو مخه ونیسي.
د غزني د ګيرو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د تېر او سږ کال سېلابونو د دې ولسوالۍ مربوطاتو کې د غزني مرکز ته د غځېدلې لارې یو پل ویجاړ کړی چې له امله یې خلک او موټرچلوونکي له ستونزو سره مخ دي.
د کندهار ښار – سپینبولدک لارې مسافر او موټرچلوونکي وايي، د دې لارې جوړولو پاتې چارې – چې له تېرو شاوخوا دوهنیمو کلونو راهیسې ولاړې دي – باید بېرته پیل شي.
یو شمېر موټرچلوونکي پر لویو لارو د تګ راتګ پر مهال له ستونزو شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د دې لارو بیارغولو چارې دې چټکې کړي.
د کابل – کندهار لویې لارې یو شمېر موټرچلوونکي وایي، د دې لارې ډېرې برخې اړول شوې خو د جوړولو چارې یې ټکنۍ دي چې له امله یې مسافر او موټرچلوونکي له سختو ستونزو سره مخ دي.
په بامیان کې یو شمېر موټرچلوونکي د تېلو له ټیټ کیفیته شکایت لري او وايي، اړوندې ادارې باید د بېکیفیته نفتي توکو وارداتو مخنیوی او په بازار کې د تېلو له ټانکونو او پرچونپلورنځیو څارنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP