د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د کابل ښار په مکروریانو سیمه کې د برېښنا د ضایعاتو کچه ۸۱ سلنه کمه شوې چې ورسره عواید هم څه باندې ۲۰ میلیون افغانیو ته لوړ شوي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د کابل ښار په مکروریانو سیمه کې د برېښنا شبکې د اصلاحاتو چارې پیل شوې چې په لړ کې به یې شاوخوا ۱۰ زره پېرودونکو ته ډیجیټل مېټرونه ولګول شي.