د میدانوردګو امنیه قومانداني وايي، د دغه ولايت په سیداباد ولسوالۍ کې د یو ټکسي موټر چپه کېدو له امله يوې مېرمنې ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
د میدانوردګو امنیتي مسولین وایي، د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د لاسي بم چاودنې له امله یو ځوان وژل شوی دی.
د میدانوردګو په پنځو ولسوالیو کې د ۳۷ میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو ۱۶ شبکو د ترمیم او جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د میدانوردګو ولایت مقام وایي، د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ځايي مسوولینو او مشرانو په منځګړيتوب د څلورو کورنیو ترمنځ دوه څو کلنې دښمنۍ پای ته ورسېدې.
د میدانوردګو حکومتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې دوه وروڼه د سیند اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.
د میدانوردګو د پوهنې ریاست وایي، د دغه ولایت مرکز او درېیو ولسوالیو په څلورو ښوونځیو کې د اتو میلیون افغانیو په لګښت د رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د میدانوردګو امنیه قومانداني وايي چې ناپېژانده وسلهوالو په دغه ولایت کې یو ملا امام په ډزو وژلی دی.
د میدانوردګو حکومتي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره ملي موزیم جوړ شوی چې تر اوسه ورته له سل قلمه ډېر تاریخي اثار راټول شوي دي.
د ميدانوردګو عامې روغتیا ریاست وايي، تېره ورځ د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې یوې مور څلور ماشومان زېږولي دي.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وایي چې په میدانوردګو ولایت کې د څه باندې ۳۲۳ میلیون افغانیو په لګښت د ۴۵۱ بېلابېلو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د میدانوردګو په جلرېز ولسوالۍ کې ۷۶ سېلابځپلو کورنیو ته کورونه جوړ او ور وسپارل شول.
د میدانوردګو امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې یوه ۱۶ کلن هلک ځانوژنه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP