د ترکیې هېواد د ټیکا موسسې په مالي ملاتړ د میدانوردګو ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د غنمو اصلاح شوي تخم د کرلو دودولو په موخه شل ازمایښتي کروندې جوړېږي.
د میدانوردګو امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت د جغتو ولسوالۍ کوشکې کلي کې د یوه ۱۱ کلن ماشوم مړی په داسې حال کې چې په یوه ونه کې راځوړند و، موندل شوی دی.
د میدانوردګو امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یوه ماشوم ژوند له لاسه وکړی او یو بل ټپي دی.
د میدان وردګو روغتيايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ کسان چې ډېری ماشومان دي، لېوني سپیانو داړلي دي.
د میدانوردګو په جغتو ولسوالۍ کې د یوه سوداګر له لوري د ۵۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د میدانوردګو ولایت په لومړۍ حصه بهسود ولسوالۍ کې نن د ورزش امریت او وزلوبې فدراسیون له لوري د وزلوبې خزاني سیالۍ پیل شوې.
میدانوردګو کې مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په نرخ، چک او جلریز ولسوالیو کې د نهه میلیون او ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د درېیو پروژو چارې پيل شوې.
د میدانوردګو په سیداباد ولسوالۍ کې د یوه ملي سوداګر له خوا د جامع جومات جوړېدو کارونه پيل شول او د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې د کرنیزو اوبو یو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
میدانوردګو کې یو شمېر کروندګر وايي، رومیان یې حاصل ته رسېدلي خو د تورخم لارې له بندېدو سره یې بیه دومره ټيټه شوې چې ان خپل لګښت هم نه شي پوره کولای.
میدانوردګو کې مسوولینو په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو له استازو وغوښتل چې خلکو ته معیاري خدمات وړاندې کړي.
د میدانوردګ په مرکز میدانښار کې نن د دغه ولایت د ښاروالۍ له خوا د ۴۶ اعشاریه ۹ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سوداګریز مارکېټ ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
میدانښار (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۲): میدانوردګو کې مسوولین وایي، نن سهار د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د کوچیانو د یوه ټراکتور چپه کېدو
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP