د ا.ا مشرتابه د چارو ادارې ریاست د سرپرست په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارلې څو په افغانستان کې هغه ناسم دودونه تثبیت کړي چې هم د شریعت له مخې ناروا دي او هم یې خلک له امله ډېرو لګښتونو ته اړ کېږي.
د دایکنډي ولایت د میرامور ولسوالۍ اړوند د برګر کلي «نالج» درې اوسېدونکو په یوه ناسته کې پرېکړه کړې څو په ټولنه کې د هغو ناسمو دودونو مخه ونیسي چې ډېر لګښت پرې راځي او پر ځای یې پیسې راټولې او ښوونځی ورباندې جوړ کړي.