کڼه زده کوونکې: کوڼ والی مې د پرمختګ پر وړاندې خنډ نه شي جوړېدای
د غور یو شمېر کاڼه اوسېدونکي چې یوه ځانګړي ښوونځي کې زده کړې کوي معلولیت محدودیت نه بولي، د پرمختګ لپاره هڅې کوي، د معیاري ټولګیو او ځای له نشتون څخه شکایت لري او د یادو ستونزو د حل غوښتنه کوي.


