ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کڼه زده کوونکې: کوڼ والی مې د پرمختګ پر وړاندې خنډ نه شي جوړېدای

کڼه زده کوونکې: کوڼ والی مې د پرمختګ پر وړاندې خنډ نه شي جوړېدای

author avatar
3 Jan 2022 - 16:49
کڼه زده کوونکې: کوڼ والی مې د پرمختګ پر وړاندې خنډ نه شي جوړېدای
author avatar
3 Jan 2022 - 16:49

فیروزکوه (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۰): په غور کې ځيني کاڼه چې په یوه ځانګړي ښوونځي کې زده کړې کوي، خپل معلولیت محدودیت نه بولي او وايي چې د پرمختګ لپاره یې هڅې کوي، دغه راز د معیاري ټولګیو او ځای له نشتوالي شکایت لري او د یادو ستونزو د حل غوښتنه کوي.

په غور ولایت کې د کڼو لېسه چې فیروزکوه ښار کې د «ګلوبل پارتینر موسسې» له خوا جوړه شوې ۲۶ کاڼه په کې زده کړې کوي. یاد ښوونځی اوس مهال د غور د شهیدانو او معلولینو ریاست په څو محدودو اتاقونو کې فعالیت لري.

مهتاب چې د اورېدو حس یې له لاسه ورکړی، خو له معلولیت سربېره د نقاشۍ برخه کې ښه مهارت لري او وايي، کوڼ والی به مې د پرمختګ مخه ونه نیسي.

۱۶کلنه مهتاب چې د فیروزکوه ښار اصلي اوسېدونکې ده اوس مهال په دغه ولایت کې د کڼو په لېسه کې په نهم ټولګي کې زده کړې کوي او د خپل ټولګي ممتازه زده کوونکې هم ده.

نوموړې په خپل تازه هنري کار کې د غوري سلسلې د شاهانو انځورونه رسامي کړي، په اشاري ژبه یې وویل چې معلولیت محدودیت نه دی.

له مهتاب څخه مې د غوري شاهانو د انځورونو د رسامۍ په اړه پوښتنه وکړه چې څه باعث شول چې د غوري شاهانو سلسلې انځورونه دې نقاشي کړل؟ هغې وویل: ((ما ځکه دا انتخاب کړل چې دوی   هغه کسان وو چې زحمت یې ایستلی، درس یې ویلی او دغه مقام ته رسېدلي، سلطان راضیه چې د غور د شاهانو یوه بریالۍ ښځه وه، ترڅو ټولګیوالو ته دا ورسوم چې هغه داسې ښځه وه چې زحمت یې ایستلی او په خپل زحمت یې یو پادشاه رهبري کاوه، بل انځور هم دی چې هغوی د خپلو زحمتونو، هڅو او درسونو په وسیله پادشاهۍ ته رسېدلي دي.))

مهتاب له زده کړو سره ډېره مینه لري، د ژوند پرمختګ د زده کړو او تحصیل له دوام سره تړلی بولي، هغې زیاته کړه، که څه هم تېر کال د ښوونځي مخې ته د موټر بم چاودنې له امله د سترګو په برخه کې ټپي شوه خو زده کړو ته یې دوام ورکړ او له نورو ټولګیوالو سره پر مخ روانه ده.

هغې زیاته کړه: ((د سهار شاوخوا لس بجې وې، موږ په ټولګي کې پر درس بوخت وو چې د موټر بم  چاودنه وشوه، ډېره قوي وه چې له امله یې زما ۱۸ ټولګیوال ټپیان شول، په ټپیانو کې یوه زه وم او د سترګو برخه کې ټپي شوم، پر موږ بد حالت تېر شو، خو بیا مو هم درس ته دوام ورکړ، که څه هم ډار موجود و خو بیا مې هم ښوونځي ته تګ پرېنښود.))

 

د سهار اته بجې دي او مهتاب د کڼو ځانګړي ښوونځي ته چې لس کاله مخکې فیروزکوه ښار کې د «ګلوبل موسسې» له خوا جوړه شوی د تګ لپاره چمتوالی نیسي. هغه هر سهار ښوونځي ته د رسېدو په موخه په ډېره زیاته لېوالتیا او شوق د هریرود سیند له لارې د فیروزکوه له یخبندانونو تېرېږي او دغه اوږده لاره پلې طی کوي.

که څه هم د غور د کڼو ښوونځی ځانګړې ودانۍ نه لري، خو بیا هم په هغو څو اتاقونو کې چې د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست له خوا کڼو ته په پام کې نیول شوي، پر زده کړو بوخت دي.

د یاد ښوونځي زده کوونکي د نورو بېلا بېلو مضمونونو ترڅنګ د انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده کړې هم کوي

په هغه ټولګي چې ریاضي په کې تدریسېږي او ټول د حساب زده کولو ته متوجه دي مهتاب هم شته او د ښوونکي درس ته په دقت متوجه ده.

نوموړې دې ته په اشاره چې دوی په مسلکي توګه له ښوونکو زده کړه کوي زیاته کړه چې په دغه ټولګي کې ورته ریاضي تدریس کېږي او د پروجکټور له لارې د کمپیوټر درس ورکول کېږي.

مهتاب چې له فوق العاده استعداد څخه برخمنه ده، وايي چې کورنۍ او ښوونکي يې د پرمختګ لپاره ښه هڅونکي دي.

د مهتاب مشر ورور زبور وايي چې خور يې د نقاشۍ د زده کړې ښه استعداد لري او د لږو امکاناتو په لرلو سره ارزښتناک رسمونه چمتو کوي.

هغه وایي: «مهتاب جان له درس او رسامۍ سره ډېره لېوالتيا لري چې موږ او تاسې يې وينو، په ​​لږو امکاناتو کولی شي ښه رسمونه او نقاشي وکړي؛ د مهتاب جان معلوليت هيڅکله د هغې د کمزورۍ نقطه نه وه او تل يې له معلوليت سره غوره رسامي کړې ده.»

د یادې لېسې بل زده کوونکی نائب وایي: «زه له کڼو زده کوونکو څخه یم، په ښوونځي کې درس وایم؛ سهار اته بجې ښوونځي ته راځم، ضرب لولم؛ ښوونکی موږ ته ښه درس راکوي. د انسانانو د اسکلېټ، غاښونو او سترګو اړوند ټول موضوعات استاد راته په پروجکټور تدریس کوي او موږ یې درس زده کوو.»

هغه وویل: «ښه کار کوو؛ خو لږ امکانات لرو او له بده مرغه هغه چاودنه چې تېر کال وشوه، موږ هغه امکانات چې لرل، هغه مو له لاسه ورکړل او زموږ یو شمېر ټولګیوال هم ټپیان شول.»

کاڼه زده کوونکي د ګلوبل موسسې له مسوولينو څخه مننه کوي او له دولت او نورو ملي او نړيوالو بنسټونو غواړي چې دوى ته دې يو مشخص ښوونځى او غوره اسانتياوې برابرې کړي، څو دوی وکولی شي په يوه علمي او پرمختللي چاپېريال کې زده کړې وکړي.

د غور د کڼو ښوونځي دوه ښوونکو نوراحمد او خليل د خپلو زده کوونکو د ښو استعدادونو په اړه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، سره له دې چې دوی لږ امکانات لري، خو بیا هم زده کوونکي یې د زیاتو زده کړو لپاره هڅې کوي.

نوموړي زياته کړه چې دغه ښوونځی له نهو کلونو راهيسې فعاليت کوي چې د ځای او معياري ټولګیو نشتوالی یې د زده کوونکو له اساسي ستونزو څخه دي.

په ورته مهال د غور د شهیدانو او معلولینو چارو رییس عبدالحکیم سمیر وايي، دوی د کڼو له ښو استعدادونو خبر دي، د مرکز له چارواکو او نورو ملي او نړیوالو بنسټونو څخه غواړي چې د هغوی د اړتیاوو پوره کولو لپاره کار وکړي او د کڼو د زده کړو لپاره ښه چاپیریال برابر کړي.

هغه زیاته کړه: «کاڼه با استعداده، روښانه او ښه خلک دي، موږ هڅه کوو چې له هغوی سره مرسته وکړو او یوه سرپناه ورته جوړه شي، اوس مهال مو دوه ټولګي د شهیدانو او معلولینو له ادارې ورکړي چې زده کړې په کې کوي.

د کڼو په ښوونځي کې‎۲۶ زده کوونکي موجود دي، چې په ډله کې یې د مهتاب په ګډون ۹ نجونې دي.

دغه ښوونځی د «ګلوبل پایتنر موسسې» په ملاتړ فعالیت کوي.

که څه هم په فېروزکوه کې د ګلوبل موسسې دفتر فعالیت نه لري. دغې موسسې مخکې هم زرګونو کسانو ته د نرسنګ ښوونځی، د انګليسي ژبې او کمپيوټر وړيا کورسونه جوړ کړي و.

Visits: 114

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.