د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، په پلان کې لري چې له کابل ښار څخه ۲۰ زره په نشو روږدي کسان راټول کړي.
په کندهار کې ۲۲۰ په نشه يي توکو روږد کسان چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د درملنې په موخه د دغه ولایت په زندان کې ساتل کېدل، نن خوشي او خپلو کورونو ته واستول شول.